ترکمنستان په ټاپي پروژه کې د ګڼو پرمختګونو خبر ورکړی

روهي (یوه نۍ/۲۸ د مرغومي)، ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان  او هند ته د ټاپي ګازو نل لیکې پروژې په اړه د پرمختګ خبر ورکړی.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادووف وایي، چې د یادې پروژې ګڼې چارې ترسره شوي او په نږدې راتلونکي به یې ساختماني چارې هم پېل او ترسره شي، چې په وینا یې دا نل لیکه به لومړی هرات خو له هغې ځای پاکستان او بیا هند ته ورسول شي.

نوموړي په دې برخه کې د افغان حکومت لخوا د همکارۍ چې ددې پروژې د مسیر لپاره یې د ځمکو د استملاک قانون جوړول دي مهم پرمختګ یاد کړی.

ټاپي نل له ترکمنستان افغانستان، هند او پاکستان ته د ګازو د لېږد پروژه ده چې ویل کېږي زرګونه افغانانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي، چې د اسیا پراختیایي بانک یې ملاتړ کوي او ترکمنستان وایي، هیله لري چې ژر به د ګازو دا نل لیکه بشپړه شي.