د امريکا ۵۰ ايالتونو کې پوځيانو ته د تیارسئ امر شوئ

روهي (يوه نۍ/۲۸  د مرغومي)، درې ورځې وروسته د امريکا متحدو ايآلتو نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبايډن د تحدو ايالتو د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه کوي. د تاوتريخوالي او ګډوډيو د مخنيوي لپاره د امریکا ۵۰ ایالتونو کې تیارسئ حالت اعلان شوی. 

د نورو ښارونو وراېخوا د متحدو ايالتو پلازمېنه واشنګټن کې سخت امنيتي تدابير نېول شوي دي. ډېرۍ لارې تړل شوې دي او په مهمو سيمو کې په تګ - راتګ هم ګرځبنديز لېدلی دی. 

متحدو ايالتو کې د تيارسئ حال وروسته له هغه اعلان شوی چې د امريکا د ۲۰۲۰ ټاکنې جنجالي شوې او څه وخت وړاندې د ولسمشر ټرمپ قهرېدلي پلويانو د امريکا پر کنګرس ودانۍ بريد وکړ چې تلفات يې رامنځ ته کړل.