امریکا کې د سختو اغتراضونو خبرداری؛ ایف بي ای وایي وېره شته چې له سخت تاوتریخوالي سره به مل وي

روهي (یوه نۍ/۲۸ د مرغومي)، د امریکا فدرال ادارې (FBI)  د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې له مراسمو سره هممهاله په دې هېواد کې د سختو وسله والو لاریونونو خبرداری ورکړی.

ددې ادارې په وینا چې د جنوري ۲۰مه د متحده ایالاتو په ۵۰ ایالتونو کې د سخت تاوتریخوالي او لاریونونو وېره شته چې د کالیفورنیا، مشیګن، پنسلوانیا، کینټکي او فلوریډا په ګډون یې په څو ایالتونو کې پرون د شنبې په ورځ د امنیت ساتنې لپاره خپل ملي ګارد ځواکونه فعال کړي دي.

په امریکا کې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د جوبایډن له بریا سره په دې هېواد کې د ولسمشر ټرمپ پلویانو د پایلو د منلو لپاره اغتراضونه پېل کړل او په دې ترڅ کې یې څو ورځې وړاندې د سختو غبرګونونو سره د  امریکا پر کانګرس ودانۍ برید وکړ چې ودانۍ ته د زیان اوښتو ترڅنګ پکې پنځه کسان ووژل شول.

اوس یو ځل بیا وېره شته چې د جنوري په ۲۰مه به د منختب ولسمشر جوبایډن د لوړې له مراسمو یو ځای په دې هېواد کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه ترسره شي.