پولیس یې وژلي او وسلې یې هم ترې وړي

روهي ( نۍ / ۲۷ د مرغومي)،ننګرهار کې ناپيژنده وسله والو دوه پولیس په ډزو سره ویشتلي او وسلې ترې هم وړې دي.
 

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وايي د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند پولیس د نارنج باغ په سیمه کې ګزمې پرمهال ناپيژنده وسله والو په ډزو سره وېشتلي او وسلې ترېنه وړي دي .
 

نوموړي وايي وسله وال په تېښته بریالي شوي ، او د پېښې په تړاو يې څيړنې رواني دي.
 

تراوسه د دې برید مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلي.