ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت ۵۷ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

روهي (نۍ/۲۷ د مرغومي)، د ارزګان په ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۵۷ بېلابېلو کرنیزو پروژو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د ارزګان د کرنې رییس احمد شاه خیري وایي، چې د ۱۳۹۹یم کال په ترڅ کې د دې ولایت  د کروندګرو او بڼوالو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار ۷۲ پروژې پلي شوي دي، چې په کې د پیازو ۵۰ زېرمتونونه، د کچالو پنځه زېرمتونونه او د مڼو او انارو دوه صفر درجې سړې خونې جوړول او پر یو شمېر بزګرانو د مېوو او سبو ۱۵ لمریزې وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي، چې له دې ډلې د ۵۷ پروژ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د خیري په خبره د دغو پروژو ټولیز لګښت ۳۲میلیونه او ۷۹۳ زره او ۲۱۶ افغانۍ ده، چې د یوزر او ۵۸ مټریک ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې وړتیا لري.