نړۍ کې د کرونا وېروس د مړو شمېر تر دوه میلیونو واوښت

روهي (نۍ/۲۷ د مرغومي)، د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ٩٣ ميليونه کسانو اوښتى دى.

دې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٦٦ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، او دوه ميليونه کسان يې له امله مړه شوي دي

امریکا چې د نړۍ له هر بل هېواد پکې د کرونا وېروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي تر اوسه پکې له یاد وېروس لږ تر لږه ۳۹۰ زره کسان وژل شوي، چې ورپسې په برازیل کې ۲۰۷ زره او هند چې په دریم کتار کې راځي تر اوسه دې وېروس پکې یاد وېروس ۱۵۲ زره کسان وژلي دي.

د کرونا وېروس چې په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د چین په ووهان ښار کې پیدا شو، د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې میلیونه کسان پرې اخته شول او تر دوه میلیونه زیات یې ووژل.