صالح مسافرينو ته: که د کابل هوايي ډګر کې مو د تګ - راتګ پر مهال پوليس ځوروي ما سره اړيکه کې شئ 

روهي (نۍ/۲۷ د مرغومي)، د ولسمشر لومړي مرستيال هغه مسافرينو څخه چې کابل ته ځي او يا راځي غوښتنه کړې  چې د تګ - راتګ پر مهال د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې له دوی سره د پوليسو بد او ناوړه چلند له ده سره شريک کړي. 

صالح د سهار شپږ نيمو بجو د ۷۸مې  ناستې په راپور کې ويلي دي چې د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د مسوولينو او پوليسو له خوا د رشوت اخېستو او ناوړه چلند ځيني شکايتونه ورته رسېدلي دي او په دې اړه جدي اقدامات کوي. 

د سهار شپږ نيمو بجو په نننۍ ناستې کې د کابل خيرخانې کوتل د تېرې ورځې چاودنې په اړه هم ويل شوي دي، چې د شخصي دښمنۍ پر اساس دغه پېښه شوې ده. سيد محمد نومي چې ياد بريد کې ووژل شو، له تخار ولايت يې يوه جينۍ راتښتولې او په زور يې ورسره نکاح کړی وو. د جينۍ تره چې هدايت نه نوميږي، دغه کار يې کړی. امرالله صالح لېکلي دي چې په دې اړه پلټنې کوي، چې هدايت نومي دغه ماين له کوم ځای کړی وو. 

امرالله صالح د کابل ښار د ۱۳ امنيتي حوزې له پوليسو په دې مننه کړې ده چې د وسله والو غلو هغه ډله ې نېولې ده، چې تر اوسه يې ۴۱ وسله والې او نورې غلاوې کړې او پرې اعتراف کوي.