حمدالله محب وایي که سولې خبرې ناکامې شي دولت له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی

روهي (نۍ/ ۲۷ د مرغومي)، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، چې طالبان د خبرو له لارې وخت ظایع کوي او غواړي په زور واک ته ورسیږي.
 
د نوموړي په خبره چې د سولې خبرو له ناکامیدو سره دولت له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی، خو طالبان فکر کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره په زور حکومت ونیسي

محب زیاتوي، چې له حالاتو څرګندیږي چې طالبان یوازې د خبرو له لارې د وخت ظایع کیدو تمه لري او غواړي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته واک ته د جګړې په زور ورسیږي خو به وینا یې چې دا چاره غېر ناممکنه ده.

نوموړي همدا راز ډاډ ورکړی، چې په هېواد کې به د تېرو کالونو د بې نظمیو د تکرار مخنیو وکړي او په پوره تقویت به له نظام د ساتنې مبارزې ته دوام ورکړي.