افغان حکومت وایي د ولسي مرګ ژوبلې په اړه د طالبانو وروستۍ ادعا بې بنسټه ده

روهي (نۍ/۲۶ د مرغومي)، افغان حکومت د طالبانو هغې ادعا په تړاو غبرګون ښودلی چې د افغان ځواکونو له خوا یې په تېرو دوو اونیو کې د ۷۲ کسانو د مرګ ژوبلې په اړه کړې ده.

طالبانو تازه د افغان ځواکونو لخوا د ولسي مرګ ژوبلې  په اړه ویلې چې په تېرو دوو اونیو کې د یادو ځواکونو لخوا د عملیاتو پرمهال ۷۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې ۳۸ کسان وژل شوي او ۳۴ نور یې ژوبل کړې دي.

د طالبانو له لوري په همدې موخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، چې په یاده موده کې د افغان ځواکونو لخوا دوه جوماتونه، ۱۵ د استوګنې کورونه او ۶۰ هټۍ هم زیانمنې شوې دي.

خو بلخوا بیا افغان حکومت د طالبانو دا ادعا بې بنسټه بللې او په وینا یې ددې ادعا لپاره هېڅ ثبوت نشته د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ په دې اړه په خپلو خبرو کې څرګنده کړې چې افغان ځواکونه تل د افغانانو د ساتنې په برخه کې له پوره پام کار اخلي او دا چاره یې د عملیاتو پرمهال په لومړیتوب کې ده.