کابل کې د نن ماذديګر چاودنه

روهي (جمعه/۲۶ د مرغومي)، نن جمعه ماذديګر شااوخوا څلور بجې او ۵۰ دقيقې د کابل ښار خيرخانې سيمه کې په يو کرولا ډوله موټر پسې چاودنه شوې چې مرګ - ژوبله يې اړولې ده. 

د کابلل د پوليسو وياند فرامرز تمنا رسنيو ته د پېښې پخلی کړی او ويلي دي چې نننۍ چاودنه کې يو کس وژل شوی او يو بل په کې ټپي دی. 

دغه چاودنې کې د قربانيانو په اړه تر اوسه مالومات نه دي ورکړل شوي او تر اوسه کومې ډلې يې مسووليت هم نه دی منلی.