قهرېدلي لمونځ کوونکي کندز کې پر يوې راډيو بريد کړی او مالي زيان يې ورته رسولی 

روهي (جمعه/۲۶ د مرغومي)، نن ورځ د کندز ښار په لومړۍ ناحيه کې د جمعې ورځې له لمانځه وروسته قهرېدلي لمونځ کوونکو د زهره په نوم د يوې خصوصي راډيو پر ودانۍ بريد کړی او مالي زيان يې ورته رسولی دی. 

لمونځ کوونکو وروسته له هغې پر زهره راډيو بريد وکړ چې د جومات ملا امام د يادې راډيو په اړه توندې او پارونکې څرګندونې وکړي او لمونځ کوونکي بريد ته وهڅول. 

د جومات ملاامام په خپلو خبرو کې وويل چې د يادې راډيو خپرونې د جومات د لاوډسپيکر له غږ سره ټکر کوي او خلک نه شي کولی چې د جمعې ورځې ديني خبرې سمې واوري. 

د کندز ولايتي اداره هم د دغه پېښې پخی کوي خو په اړه يې ډېر مالومات نه دي ورکړي. د زهره راډيو مسوول مدير محسن احمدي رسنيو ته ويلي دي چې په فيروزکوه نومي مسجد کې لمونځ کوونک يوه بجه او ديرش دقيقې د ملاامام له تحريک وروسته پر راډيو بريد وکړ. 

محسن احمدي ويلي دي چې نن ورځ د سهار له ۱۰ بيا تر يوې بجې پوري د برېښنا د نشتون له امله د راډيو نشرات درېدلي وو. نوموړي د دغه پېښه د پلټنې غوښتنه کړې.