طالبانو هغه راپورنه رد کړل چې ګواکي د سولې خبرې دې ځنډیدلې وي

روهي (جمعه/۲۶ د مرغومي)، طالبانو د یو شمېر رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې په قطر کې د افغان دولت او طالب مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو بهیر تر هغه ځنډیدلی چې په امریکا کې واک نوي ولسمشر ته وسپارل شي.

تازه د د رسنیو د وروستیو راپورنو په غبرګون کې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم ویلې چې د دواړو لوریو ترمنځ لا هم خبرې روانې دي او دواړه لوري سره تماس کې دي چې د خبرو د ځنډ په تړاو څه نشته.

نوموړي ویلي، په هېڅ ځای کې د مذاکراتو مجلسونه هره ورځ دوامدار نه شي پاتې کیدی، ځکه کله کله خپل منځي مجالسو ته هم اړتیا پېښېږي.

 د افغان حکومت مرکچي پلاوي او د ملي پخلاینې عالي شورا بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.