د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي په افغانستان کې یې د سرتېرو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ته راوستی

روهي (جمعه/۲۶ د مرغومي)، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ چې راتلونکو پنځو ورځو کې به واک نوي جمهور رئیس ته سپاري څرګنده کړې، چې په افغانستان کې یې د سرتېرو شمېر تر ټولو ټيټې کچې ته رسولی دی.

په افغانستان د امریکایي ځواکونو د شمېر په اړه څو ورځې وړاندې رسنیو راپورونه خپره کړل چې په دې هېواد کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته شوی.

 په داسې حال کې ټرمپ هم د امریکایي ځواکونو د شمېر په اړه تېره سپټمبر میاشت کې ویلي و چې افغانستان کې به د روانې جنورۍ تر ۱۵ د امریکايي ځواکونو شمېر د څلور نیم زرو په ځای دوه نیم زرو ته ټیټ کړي. 
 
ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ پر وېبپاڼه دا خبره کړې او یو ځل بیا یې د بې پایه جګړو پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.