درې تنه پاکستاني سرتېري په شمالي وزیرستان کې په یوه نښته کې وژل شوي

روهي (جمعه/۲۶ د مرغومي)، د پاکستان پوځ وايي، چې پرون په قبایلي سیمه کې یې له وسله والو سره په نښته کې درې سرتېري وژل شوي. 

سیمه يیزو چارواکو ویلي، چې دا پوځي عملیات د شمالي وزیرستان په دته خېلو سیمه کې شوي دي، چې په دوو جلا عملیاتو کې درې وسله وال هم وژل شوې دي.
 
د یادونې ده چې له دې نښتې دوه ورځې مخکې هم په شمالي وزیرستان کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله والو په برید کې دوه پاکستاني سرتېري مړه او درې نور ټپیان شول.