رسنيو ته د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرتيا  او خبرداری

روهي (پنځه نۍ/۲۵ د مرغومي)، د حکومت د رسنيو او مالوماتو مرکز رسنيو ته په يوې لېږل شوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د ولسمشر ماڼۍ شااوخوا د رسنيو له خوا د هوايي يا ډرون کمرو په وسيله وېډيو او انځور اخېستل منع دي. 

دغه خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د يادو کمرو په وسيله په اسانۍ سره انځورونه او وېډيوګانې اخېستل کيږي او شونې ده چې د شومو موخو په پار ترې ګټه واخېستل شي. 

دغه خبرپاڼه کې رسنيو ته خبرداری ورکړل شوی دی چې که چېرې يې بيا هم د ولسمشرۍ ماڼۍ شااوخوا کې د ډرون کمرو په وسيله د انځور او وېډيو د اخېستو هڅې وکړې، نو يادې کمرې به د ولسمشر ماڼۍ د ساتونکو له خوا نسکورې او تر سره کوونکو سره به يې قانوني چلند وشي.