روهي (پنځه نۍ/۲۵ د مرغومي)، د پاکستان د پارلمان سوداګرۍ کمېټې د شمالي وزیرستان غلام خان بندر له لارې په رسمي ډول د تجارت کولو اجازه ورکړې ده.
د سوداګرۍ کمېټې غړی محسن داوړ وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له دې وړاندې د چمن او تورخم له لارې سوداګري کیده خو د غلام خان لار په رسمي ترانزيټ کې نه وه شامله، د نوموړي په خبره چې دا لاره دنورو لارو په پرتله افغانستان سره د ټرانزیټ تر ټولو نږدې، غوره او اسانه لار ده.
داوړ وایي، ټاکل شوې چې د غلام خان بندر له لارې د رسمي ټرانزیټ په اړه به ژر ګډه اعلامیه خپره شي او اوس سوداګر کولی شي چې له دغې لارې د خپل ټرانزیټي تجارت ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده په همدې موخه د پاکستان او افغانستان د پارلمان ګډه ډلګۍ په نږدې راتلونکو ورځو کې د غلام خان سفر هم وکړي.
وروستي