نک او نق

د کنجغتو درې ته په ورتلو به د ښي لوري ته په یو وړوکي کلي سترګې ولګیږي  چې هم د ځمکې او هم د وګړو له مخې کوچني دی،د غره لمن پرې ښایسته ده، د کنجغتو ، موله او صالح باباخېلو ترمنځ پروت دی که څه هم له رسمي او قبیلوي اړخه د موله سره تړاو لري خو بیا هم د حیرانتیا وړ څه د دې سیمې نوم دی.

(نق – ناحق )که څه هم د دې کلیمې تعبیر داسې کیږي هغه ملکیت چې  د زور له لارې نیول شوی وي خو بلخوا څه چې  دلته ښکاریږي .د دې ځمکې پېر او پلور څرنګه چې دا ځمکه  ډېره کمه او پر دې سربېره کرنیزه خمکه لا پسې کمه ده نو له همدې مخې به یې راکړې ورکړې ارزښت هم کم وي ؛ د سیمې د لهجې له مخې د کوم څه چې قېمت کم وي نک بلل کیږي خو دا نوم  به د نوک له کلیمې سره هم بې تړاو نه وي ځګه چې په لوېدیزه لهجه کې نوکي ستاینوم د واړه شي یا د یوه شي کوچنۍ اندازه ده.

بلخوا د لنډون په پله کېدای شي چې د دې خمکې قېمت (نه غیران )یا (نه قیران) وي چې لنډون به یې نغ یا نق وي ، دا له امکان له دې مخې لېرې نه برېښي ځګه چې لا تر اوسه په کلیو او لېرې سیمو کې ځمکه ډېر لوړ قېمت نه لري ،ډېر ځله د دود یا د ښه نیت او ثواب په موخه  د کور کورګي نه درلودنکي چا ته په وړیا ډول یا په نا چیز قېمت ځمکه ورکول کیږي.

خو بلخوا پدې هکله ولسي روایت وایي  : د شېرخان بابا د لویې او لرغونې کلا  لوړه لرګینه دروازه په اوسپنیزو ګلانو پوښل شوې ده چې دا ګلان د نک د ځمکې په پلور کې اخیستل شوي دي ، چې ارزښت یې د نهو دانو د بوټيو ایستلو د کلنګونو په اندازه دی نو له همدې مخې نک کلیمه د یوه لنډیز بڼه خپلوي چې( ن ) یې نهه او( ک) یې د کلنګونو په مانا راغلی دی او دې ته ورته د غزني ولایت ( ده یک ) ولسوالۍ نومونې ته ورته وي چې  په بشپړه توګه د شمېرنې له مخې نومول شوی دی خو مګر دلته په همدې ځای کې د کلیماتو لنډون په داسې حال کې راغلی دی چې اعداد او جنس سره یوځای شوي دي.

خو دې ورته  خو په هر صورت دا روایت تر ډېره ځایه سم ښکاري چې د نک په نوم سره ګاونډ کلی د صالح باباخېلو د ځمکې سره تړلی دی چې په لویه کې د شېرخان  د لمسي ملکیت دی او دا سوداګریزه معامله داسې وخت شوې وي چې دوی ټول د شېرخان په لویه کلا چې اوس د سرمست بابا په نوم یادیږي هستوګنه درلوده ، دا معامله به هغې اړتیا له مخې شوې وي چې له کور کلي لېرې پرته او له نورو ځمکو څخه په بېله لاره وه چې لاس رسی ورته سخت و. 

پاتې دې نه وي چې د شېرخان او اولادې یې زیاته اندازه ځمکه د خرڅلاو،وقف ، ډالیو او وړیا او نورو ډولونو له لاسه ورکړې ده؛ چې ښه بېلګه یې دې سخته کول ځمکه ده چې د لیګي بابا خېلو د کلي د شېره باباخېلوته د لاښه کرګریزو خدمتونو په وړاندې کولو کې ډالۍ شوې ده.