د امریکا حکومت تازه د ایران پر دوو بنسټونو بندیزونه لګولې دي

روهي (پنځه نۍ/۲۵ د مرغومي)، پرون د امریکا متحده ایالاتو د ایران په مذهبي مشر ایت‌ الله خامنه‌یي پورې تړلو دوو بنسټونو باندې بندیز ولګوه.
 
په خامنه یي پورې تړلو د یادو بنسټونو په تړاو د امریکا د خزانې وزارت څرګنده کړې ده، چې د ایران واکمن مشران له دې بنسټونو په ګټې توانیدلي چې د یو "فاسد" نظام‌ د اقتصاد پراخې برخې په خپل لاس او کنټرول کې ولري.

د "آستان قدس رضوي" او "ستاد فرمان امام" په نومونو هغه دوه بنسټونه دي چې تازه د امریکا حکومت پرې بندیزونه لګولي او ورسره یې د دغو بنسټونو پر مشرانو احمد مروي او محمد مخبر باندې هم بندیزونه لګولي دي.

د امریکا حکومت لخوا په همدې موخه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوې، هر څوک چې له دغو ایراني بنسټونو او چارواکو سره راکړه ورکړه وکړي، د بندیزونو له خطر سره مخامخېدای شي.