رويټرز: د جوبايډن پرېکړې ته منتظر دي؛ دوحه کې بين الافغاني خبرې وځنډېدلې

روهي (پنځه نۍ/۲۵ د مرغومي)، رويټرز رسنۍ لېکلي دي چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني خبرې د يو لنډ وخت لپاره ځنډېدلې دي. د دغه خبرو د ځنډ لامل د متحدو ايالتو د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن د کار رسمي پيل ښوودل شوی دی. 

دغه خبرې به د جنوري د مياشتې تر ۲۰مې نېټې، چې ولسمشر جوبايډن لوړه کوي، ځنډېدلې وي، چې آيا نوي ولسمشر جوبايډن به د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړې وړاندې يوسي او که تغيرات به په کې رامنځ ته کړي. رويټرز لېکلي دي چې  د حکومت او طالبانو استازو هم د دغه خبر پخلی کړی. 

رويټرز د يوې طالب سرچينې له خولې لېکلي دي چې که چېرې نوی ولسمشر جوبايډن د طالبانو او امريکا ترمنځ د تېر کال د دوحې له پرېکړې شاته شي، نو طالبان به يې په اړه پرېکړه وکړي او پر وړاندې به يې بيا مبارزه پيل کړي. 

د افغانانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرو دويم پړاو څو ورځې وړاندې دوحه کې پيل شو، خو د حکومت او طالبانو د پلاوو يو شمېر غړي تر اوسه دوحې ته نه وو تللي او لامل يې هم دا ښوودل شوی، چې د سولې بهير د امريکا د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو سست شوی دی. 

د طالبانو او امريکا ترمنځ په تېرې  فيبرورۍ مياشت کې هوکړه لاسليک شوه، چې په پايله کې يې د روان ۲۱ کال تر نيمايي بايد امريکايي ځواکونه له افغانستان وځي. دوحه کې د بين الافغاني خبرو له چوکاټونو يو چوکاټ هم د دوحې هوکړه ليک دی.