د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ۳ پروژې پرانیستل شوې

روهي (پنځه نۍ/۲۵ د مرغومي)، نن د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اندخوی-آقینې د وسپنې پټلۍ، د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لین ترمیم، له شبرغان تر مزار شریف ښار پورې د برېښنا لین او همدا راز له ترکمنستان د راغلي نوري فایبر پروژې پرانیستل شوې. 
 
په همدې تړاو په جوړو شوو مراسمو کې چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په انلاین بڼه ګډون کړی ولسمشر غني وویل، چې د ویاړ ځای دی چې افغانستان له یو سل او څو کالو وروسته، د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره خپلې لرغونې اړیکې بېرته تازه کوي.

ولسمشر غني په دې مراسمو کې زیاته کړه چې د افغانستان شریف ولس به نږدې راتلونکي کې د نورو داسې پروژو افتتاح هم وویني چې افغانستان د سیمې په څلور لارې بدلوي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف ټولو افغانانو ته ددغه دریو لویو اقتصادي پروژو د پرانیستو د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه چې ددې پروژو له پرانیسې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې اړېکې پیاوړې شي او دا به د سیمې په ثبات کې لویه مرسته وکړي.

د یادو پروژو له پرانېستې سره د دواړو هېوادونو ولسمشرانو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په خپلو کې به دوه اړخیزې اړیکې لا پراخوي.