د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د وروستیو هدفي وژنو پر دوام ژوره اندیښنه څرګنده کړې

روهي (پنځه نۍ/۲۵ د مرغومي)، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې له سفیر اندرېس وان برینټ سره په لیدنه کې په افغانستان کې په وروستیو هدفي وژنو اندېښنه څرګنده کړې ده.

په همدې موخه د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې له سفیر سره په لیدنه کې په دوحه کې د سولې د خبرو دوهم پړاو د پیل کیدو سره د ژورنالیستانو او د بشري حقونو د فعالانو د هدفي وژنو پر دوام ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې سفیر ویلې، چې د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه د افغانستان له روان وضعیت څخه پوره خبر دي او د افغانستان د سولې پروسې په اړه د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع هڅولو لپاره اړینو هڅو ملاتړ کوي.