
روهي ( پنځه نۍ / ۲۵ د مرغومي)، کندهار کې د زون په کچه د سل میلیونه ډالرو په ارزښت د لوی کرنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د سوداګرۍ خونې مرستیال ضیاءالحق وزیرزي نن لوی کندهار زون کې د سل میلیونه ډالرو په ارزښت د ستر کرنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښوده.
د وزیرزي په خبره په دغه کمپلیکس کې به د هېواد ټول مېوه جات پروسس او په معیاري ډول به تر نړیواله بازاره ځي، همدا شان زرګونه کسانو ته به پکې کاري زمینه برابره شي.
د کندهار ځايي چارواکي وايي، د کمپليکس د جوړېدو لپاره د عينو مېنې دوهم فاز صنعتي سيمه کې يوولس سوه جريمه ځمکه ځانګړې شوې، چې پکې به ۲۶۰۰۰ تنو د کار زمېنه برابره شي.