د عبدالله لومړی مرستيال: اساسي قانون دې تعديل شي

روهي (پنځه نۍ/۲۵ د مرغومي)، تېره ورځ کابل کې د اساسي قانون د ۱۷ کليزې لمانځ غونډه جوړه شوې وه. دغه ناسته کې د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش ترڅنګ يو شمېر نورو حکومتي کسانو  هم برخه اخېستې وه. 

ناستې ته د ډاکټر عبدالله عبدالله لومړي مرستيال بابر فرهمند ويلي چې د هېواد اوسنی اساسي قانون بيړني تعديل ته اړتيا لري، ترڅو له دې لارې د حکومت او ولس ترمنځ پيدا شوي واټن کم شي. 

فرهمند ويلي دي چې د افغانستان اوسني اساسي قانون کې پر متمرکز نظام ټېنګار شوی دی او اساسي قانون دې په داسې يوې بڼې تعديل شي، چې هر ولايت په حکومت کې برخه ولري او خپلې سيمې چارې دوی تنظيم کړي. 

نوموړي دا هم ويلي دي چې د سولې بهير لپاره هم د اساسي قانون تعديل ته اړتيا ده او دا ځل بايد اساسي قانون د بدلون برخه کې د يو ټول - شموله نظام پر جوړښت فکر وشي. 

د مصالحې عالي شورا لومړي مرستيال بابر فرهمند ويلي دي چې  د افغانستان اساسي قانون بايد اسلامي وسي او د نظام د ډول تغير په کې اړينه برخه ده.