‏نن د ترکمنستان سره د اقینې_اندخوی اوسپنې پټلۍ او د شبرغان ۵۰۰ میګاواټه بریښنا سبسټیشن چې څو ولایتونه به رڼا کړي،  ګټې اخیستې ته سپارل کیږي

روهي ( پنځه نۍ / ۲۵ د مرغومي)، مسولین وایي د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ جوړول د هېواد د داخلي اوسپنې پټلۍ شبکې د رامنځته کولو په موخه یو مهم ګام دی او د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې چې له ترکمنستان سره او بیا سیمه ییز اوسپنې پټلۍ شبکې سره نښلوي.
 
ټاکل شوې ده نن د اقینې_اندخوی اوسپنې پټلۍ، چې ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، پرانیستل شي.
 
تر څنګ به یې د شبرغان ۵۰۰ میګاواټه برښنا چې څو ولایتونه به رڼا کړي، هم ګټې اخیستې ته وسپارل شي.
 

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسولینو په خبره د آقینې - اندخوی اوسپنې پټلۍ پروژې د جوړولو چارې بشپړې شوي او ټاکل شوي چې نن ورځ د افغانستان او ترکمنستان دولتونو د لوړ پوړو چارواکو لخوا پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
د مسولینو په وینا د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري په یاده پروژه کې یو د اوسپنې پټلۍ تمځای، نښلونکی سړک، د تخلیي او بارولو ځای، د باربري موټرونو تمځای او د احاطې دیوال په کې شامل دي.
 
په یاده پروژه له ۳۰ میلیونه ډالرو څخه ډېر لګښت راغلی چې ټول مالي لګښت یې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له پراختیایي بودیجې څخه تمویل شوی.
 
دې پروژې د جوړولو تړون یو کال مخکی د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او د ترکمنستان د صنایعو او اړیکو وزارت ترمنځ لاسلیک شوی وه.
 
افغان چارواکي وایي د آقینې اوسپنې پټلۍ تمځای په اساسې ډول بیارغول شوی او دا مهال هره ورځ سلګونو ټنه سوداګریز توکو تخلیه او باریږي.