د افغان حکومت ۲۰ لوړي پوړي چارواکي د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوې دي

روهي (پنځه نۍ/۲۵ د مرغومي)، سرچینې وایي، چې د ۲۰ ولایتونو لوړپوړي افغان چارواکي د کورونا وېروس ضد ځانګړې شوې بودیجه کې د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوې دي.

تازه ځینو افغان چارواکو بي بي سي ته تائید کړې ده چې د لوګر، بامیان، کندوز، بغلان، خوست، پروان او دایکندي ولایتونو چارواکي د افغان حکومت د بازرس ادارې لخوا د کورونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې بودیجه کې د فساد، اختلاس او له واک د ناوړه ګټې اخیستنې په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په یادو کسانو کې د افغان حکومت شپږ اوسني او پخواني والیان،  په ولایتونو کې د عامې روغتیا رئیسان او ځیني نور چارواکي شامل دي.

د فساد په تور د افغان چارواکو ددې وروستیو دوسیو په اړه د افغانستان لویې څارنوالۍ هم منلې چې په دې برخه کې دوی ته مالومات  رسېدلې، خو په دې تړاو یې زیات مالومات نه دي په ډاګه کړي.

د سرچینو د مالوماتو په اساس ویل کیږي چې یاد کسان د لسګونه میلیونه افغانیو په فساد تورن دي.