
روهي (پنځه نۍ/ ۲۵ د مرغومي)، د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا وایي، چې په دوحه کې د افغان دولت او طالب مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې له ځنډ سره مخ شوې دي.
د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د دواړو خواو ترمنځ د خبرو ځنډ مني خو په خبرو کې د ځنډ علتونه یې نه دي په ګوته کړې، نوموړي په دې تړاو څرګنده کړې ده چې د دولت مرکچي پلاوی د افغانانو ترمنځ خبرو ته چمتوالی نیسي او په دې برخه کې په خپلو منځونو کې په خبرو بوخت دي.
د افغانانو ترمنځ د خبرو د ځنډ سره هممهاله ځینو بهرنیو رسنیو هم خبر ورکړی چې په قطر کې دواړو خواو په دې تمه د افغان سولې خبرې درولي چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن به یوه اونۍ وروسته د خپلې لوړې له مراسمو سره د افغانستان په اړه څه ډول تګلاره اعلانوي.