د امریکا پارلمان ولسمشر ټرمپ له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په تور استیضاح کړ

 
روهي (پنځه نۍ/۲۵ د مرغومي)، د امريکا پارلمان د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اکثریت رایو د دويم ځل لپاره استيضاح کړ. 
 
د متحده ایالاتو پارلمان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اکثريت رايو سره له واک د ناوړه ګټې اخيستنې او په دې هېواد کې تاوتريخوالي ته د لمن وهلو په تور استيضاح شو.
 
د پارلمان لخوا د ټرمپ د استیضاح سره هممهاله په دې هېواد کې د تاوتریخوالي د ډېریدو خطر موجود دی او پرون نوموړي پارلمان ته خبردارۍ ورکړ چې که نوموړی بيا استيضاح کړي نو دا به بدې پايلې ولري خو ټرمپ د بدو پايلو جزيات نه دي څرګند کړي.
 
د امریکا پارلمان داسې مهال د ولسمشر ټرمپ د استیضاح پریکړه کوي چې نوموړی تور دی چې په خپلو ناسمو څرګندونو یې سلګونو پلويانو پر کانګرس بريد وکړ چې پای کې يې ۵ کسان ووژل شول او د کانګرس ودانۍ ته تاوان ورسيد.