د تروریزم پر ضد د ګډو هڅو، همغږۍ او سولې په اړه ګډې هڅې

روهي ( څلور نۍ / ۲۴ د مرغومي)، د ملي امنيت سلاکار له خپل هندي سيال سره وکتل.
 
 د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب له خپل هندي سيال اجيت دووال او ورسره لوړپوړي پلاوي سره چې کابل ته په دوه‌ورځني سفر راغلي، وکتل.
 
د ملي امنیت شورا څخه خپاره شوي خبرپاڼه کې راغلي په دې کتنه کې دواړو لوريو پر دوه‌اړخيزو سټراټېژيکو موضوعاتو، د تروريزم پر ضد د ګډو هڅو او همغږي او سولې پروسې پر پياوړتيا خبرې کړي.
 
په ورته مهال حمدالله محب د ازبکستان د امنیتي خدماتو له مرستیال فرخ مختاروف سره هم لیدلي.
 
محب په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان تر منځ پر سټراټېژیکو اړیکو خبرې وکړې او دغه راز یې د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا ژمنه وکړه.