د کندز سپین زر تولیدي فابریکې د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونه وروسته له ۲۵ کالونو بیرته په فعالیت پیل وکړ

روهي ( څلور نۍ / ۲۴ د مرغومي)، له ۲۵ کلونو وروسته دکندز دسپین زر تولیدي فابریکې بېرته فعاله شوه.
 
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولین وایي چې دکندز دسپین زر تولیدي فابریکه باندې چې ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونه ورباندې شوي له ۲۵ کلونو وروسته بېرته خپل فعالیت پیل کړ.
 
مسولین وایي یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې لس ټنه غوړي تولیدوي او ترڅنګ یې دزغرو، کونځلواو پنبه دانې غوړي، کنجاړه او صابون هم تولیدوي.
 

د وزارت د مالوماتو له مخې دسپین زر تولیدي فابریکه پرکندز سربېره خپل تولیدات نورو ګانډیو ولایتونو ته هم دخرڅلاو په موخه استول کیږي.
 
دسپین زر تولیدي فابریکه چې له کلونو راهیسې یې فعالیت په ټپه درېدلی وو، دافغانستان او ازبیکستان ترمنځ دیوه هوکړه لیک له مخې له ازبیکستان څخه ۵ پایې ماشینونه دیادې فابریکې دبېرته فعالیت په موخه وپېرل شول څو په فعالیت پیل وکړي او خلکو ته پکې د کار زمینې ترڅنګ خپل تولید ولري.