دفاع وزارت: په لوګر کې د طالبانو د ماین جوړولو یو لویه کارخانه کشف او له منځه یوړل شوه

 
روهي (څلور نۍ/۲۴ د مرغومي)، د ملي دفاه وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلې، چې تیره شپه کومانډو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د «سپیڅ» په سیمه کې د هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو کارخانه کشف او له منځه وړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوې، چې" په دغه عملياتو کې امنيتي ځواکونو د ۳۰۰ څخه زيات شارټکي ګولۍ، د ډی سي توپ میل او یو زیاته اندازه بوشکه‌ یي ماینونه د امنيتي ځواکونو لاسته هم ورغلي".

بلخوا تر اوسه په دې تړاو طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلې.