د ولسمشرۍ له ټاکنو دوه ورځې وړاندې یوګاندا کې د ټولو ټولنیزو شبکو د بندیدو امر شوی

روهي (څلور نۍ/۲۴ د مرغومي)، د یوګاندا، حکومت له هغه وروسته چې په دې هېواد کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو ته یوازې دوه ورځې پاتې دي وار د مخه د ټولو ټولنیزو شبکو د تړلو امر کړی دی.

د راپورونو په اساس، په دې اړه پرون د یوګاندا د اړیکو د تنظیم ادارې په یو مکتوب کې ددې هېواد انټرنیټي ادارو ته لارښوونه کړې چې د حکومت تر بل امر دې په هېواد کې د ټولو ټولنیزو شبکو اپلکیشنونه وتړي.

د یوګاندا حکومت په دې امر کې د ټویټر، فېسبوک، انسټاګرام، واټس اپ، سکایت، سنپچت، وایبر او ګوګل اپلکیشنونه شامل دي چې باید تر هغه چې حکومت یې د بیا خلاصون نه وي ویلې تړلې پاتې شي.

د یوګاندا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سندرغاړی بابي واین چې د یوګاندا په ځوانانو کې ډېر محبوبیت لري د اوسني ولسمشر یوئري موسي-ویني په وړاندې په سیالۍ بوخت دی