افغان ولسمشر غني: د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه وضاحت ته اړتیا لري

روهي (څلور نۍ/۲۴ د مرغومي)، تازه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې تړون په اړه څرګنده کړې ده چې دا هوکړه ګونګه ده او لا ډېر زیات وضاحت ته اړتیا لري.

ولسمشر غني چې د سولې جوړونې په برخه کې یې تېره شپه له ملي ټلویزیون څخه وینا کوله وویل چې په دې تړاو یې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم خبرې کړې دي.

نوموړي په همدې تړاو زیاته کړه: "له طالبانو سره د امریکا هوکړه له سره تر پایه ګونګه ده. ښاغلي خلیلزاد ته مې ویلې، کله چې حالت ګونګ وي  باید یو وضاحت ولري، خو هغه دا خبره ټینګه نیولې وه چې موږ له ټولې نړۍ سره ورباندې هوکړه کړې ده، دا هوکړه د سیاسي بهیر لومړۍ او کلیدي برخه ده."

د امریکا متحدو ایالتونو له طالبانو سره "افغانستان ته د سولې راوستلو" هوکړه د فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک کړه.

د دې هوکړې له مخې د طالبانو تر ۵۰۰۰ زیات بندیان له بنده خوشې شول او د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل ته لار هواره شوه.