د امريکا پر نوي حکومت د ملګرو ملتونو غږ: ګوانتانامو زندان مو وتړئ

روهي (درې نۍ/۲۳ د مرغومي)، د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان د امريکا متحدو ايالتو له حکومت غوښتي دي چې په کيوبا کې د ياد هېواد د ګوانتانامو په نوم زندان دې وتړل شي. ملګري ملتونو په ياد زندان کې د غیر انساني شکنجو ويلي دي. 

ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۲ز کال کې د کيوبا هېواد په ګوانتانامو ولايت کې د امريکا د وخت د ولسمشر جورج بوش له خوا جوړ شو. د امريکا حکومت هر کال د کيوبا حکومت د ياد زندان د کرايې څه د پاسه درې زره امريکايي ډالر په يو کال کې ورکول. 
 
ګوانتانامو زندان

ډېری افغانان هم له طالبانو او القاعده شبکې سره د تړاو په تور ياد زندان کې بنديان شوي وو او دوی له ياد زندان تريخې خاطرې لري. ياد زندان کې د امريکايي پوځيانو له خوا زندانيانو ته غير انساني سزاګانې ورکړل شوي او بشري حقونه په کې تر پښو لاندې شوي. 

د ملا عبدالسلام ضعيف په شمول د طالبانو د واکمنۍ ډېری نور غړي هم  کالونه - کالونه په ګوانتانامو زندان کې بنديانو وو. د دوی د ملګرو ملتونو د دغه پرېکړې په اړه ويلي دي چې که چېرې ملګري ملتونه په رېښتا هم يو بې پرې نړيوال سازمان وي، نو بايد هغه وخت يې دا اقدام کړی وای، نه ۱۹ کاله وروسته.