د خليلي دفتر: له پاکستان چارواکو سره يې د سولې بهير، اقتصادي اړيکو، سياسي اړيکو، د ويزې ورکړې او پر نورو مسايلو خبرې کړي 

روهي (درې نۍ/۲۳ د جدي)، د مصالحې عالي شورا غړی او د افغانستان د ملي اسلامي  وحدت ګوند مشر محمد کريم خليلي تېره ورځ په يو رسمي سفر اسلام اباد ته لاړ، نوموړي نن له اسد قيصر او شاه محمود قريشي سره کتلي دي. 

د محمد کريم خليلي دفتر رسنيو  ته په يوې رالېږل شوې پاڼې کې ويلي دي چې کريم خليلي له پاکستاني چارواکو سره د سولې بهير، اقتصادي اړيکو، سياسي اړيکو، د ويزې ورکړې او پر نورو مسايلو خبرې کړي. 

ټاکل شوې ده چې خليلي به سبا د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره هم وګوري. نوموړي نن د پاکستان د پارلمان له رئيس اسد قيصر او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره وکتل.