راپورونه: تر راتلونکو درېیو ورځو به افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته شي

روهي (درې نۍ/۲۳ د مرغومي)، راپورونه وایي، چې ځینو باوري سرچینو له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه رسنیو ته ویلي چې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته د خپلو سرتېرو ایستلو ته دوام ورکړی دی.

د راپورونو پر بنسټ ټاکل شوې د همدې تړون پر دوام تر راتلونکو درېو ورځو امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته کړي. 

اخوا له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ایستلو د پریکړې په غبرګون کې امریکا د سنا ځينې غړي وایي چې د ټرمپ حکومت د کانګرس د نوي قانون پر خلاف افغانستان کې د سرتېرو کمولو ته ادامه ورکړې ده. 

د یادونې وړ ده، چې د امریکا کانګرس له افغانستان هغه وخت پنټاګون ته د سرتېرو د ایستو واک ورکړی و چې په وینا یې دوی ته د افغانستان امنیت هیله بښوونکی واوسي