
روهي (درې نۍ/۲۳ د مرغومي)، د امریکا د ايف بي اى ادارې د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسمو سره هممهاله په دې هېواد کې سختو وسله والو اعتراضونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی.
پرون په یوه بیان کې چې رسنیو ترلاسه کړی، د امریکا فدرال ادارې خبرادری ورکړی چې د امریکا په ټولو پنځوسو ایالتونو کې د ایالتي کانګرسونو او په واشنګټن کې د کانګرس پر ودانیو د وسله والو اعتراضونو پلانونه جوړ شوي دي.
یاده اداره وایي، چې دا اعتراضونه به ښايي د روانې جنورۍ میاشتې د ۱۶ مې او شلمې ترمنځ ورځو کې ترسره شي؛ د امریکا فدرال اداره داسې مهال په امریکا کې د وسله والو اعتراضونو خبرداری ورکوي چې پرته د امریکا له پلازمینې په دې هېواد کې د وسلو د ګرځولو بندیز نشته.