ناټو د سولې خبرو د بریا لپاره د تاوتریخوالي په بندیدو ټینګار کړی

روهي (درې نۍ/۲۳ د مرغومي)، په کابل کې د ناټو ملکي استازی وایي، چې د سولې خبرو د بریا لپاره مهمه ده، چې تاوتریخوالی پای ته ورسول شي.

په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتيکوروو چې پرون ناوخته یې په کابل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې له رئیس فضل محمود فضلي سره کتلې دا غوښتنه مطرح کړې ده.

په همدې موخه د ناټو ماموریت په یوه ټوېټ کې څرګنده کړې چې د ناټو سازمان به د افغان سولې پروسې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او زیاتوي، چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د ملي پخلاینې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم پرون په لیدنه کې په ټول افغانستان کې تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

ناټو داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان دولت او طالب مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو دویم پړاو پېل شو خو په هېواد کې لا هم تاوتریخوالی روان دی.