کابینې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې دویمه مسوده تائید کړه

روهي (درې نۍ/۲۳ د مرغومي)، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې په خپره شوې خبرپاڼه ویل شوې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې پرون غرمه ترسره چې پکې د ۱۴۰۰ کال مالي بودجه هم تائیده شوه.

خبرپاڼه کاږي چې د مالیې وزیر د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې دویمه مسوده غونډې ته وړاندې کړه او ویې ویل، د ۱۳۹۹ مالي کال په لړ کې د اختیاري مرستو تمویلوونکو ټول شرایط بشپړ شوي، په عادي بودجه کې ۱۲ سلنه سپما شوې او همدارنګه انکشافي بودجه د کرونا د ستونزو باوجود ۸۶ سلنه مصرف شوې ده.

همداراز د ماليې وزارت معین کابینې ته د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې دویمې مسودې وړاندې کولو موخه د ځینو اړتیاو موندل په ګوته کړل چې مخکې یې وړاندوینه نه وه شوې. نوموړي زیاته کړه، د دغو اړتیاو په پام کې نیولو سره په بودجه کې زیاتوالی او کموالی راغلی چې له امله یې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه کې هم زیاتوالی او تغییر راغلی او دا کار د کابینې بیاځلې منظوري ایجابوي.

هغه وویل، په دې مسوده کې د ۱۴۰۰ مالي کالي ملي بودجې سقف د (۲۰،۴۰۰) میلیارد پیشنهادي افغانیو په زیاتولو سره له (۴۵۲،۶۴۱) میلیارد افغانیو څخه (۴۷۳،۰۴۰) میلیارد افغانیو ته تغییر کړی چې له هغې جملې (۳۱۱،۱۹۹) میلیارد افغانۍ عادي بودجه او (۱۶۱،۸۴۲) میلیارد افغانۍ انکشافي بودجه ده او د بودجی کسر له قرضې او ریزرفي وجوه تمویلېږي.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې غړو د حکومت له لوري له وړاندیز شوې بودیجې سره مخالفت ښودلی دی او هغه یې غیر عادلانه بللې وه. وکیلانو همدا راز په نوې بودیجه کې د ښوونکو او سرتېرو د معاشونو لوړولو غوښتنه کړې ده