
روهي (دوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي چې د هندوستان حکومت له داعش ډلې ملاتړ کوي. نوموړي دا څرګندونې کوټه کې د يو شمېر وژل شوي هزاره ګانو د وژل کېدو په پېښه کې کړې دي.
عمران خان د هندوستان او پاکستان ترمنځ د خبرو په اړه ويلي دي چې ترڅو هندوستان پر کمشير والکه ختمه کړې نه وي، نو د دغه دوه هېوادونو ترمنځ خبرې نه کيږي.
د پاکستان لومړي وزير د دغه هېواد کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د ديموکراسۍ غورځنګ په اړه ويلي دي، چې ياد غورځنګ له ده داسې فرمان غواړي چې دوی ټول په کې وبښل شي، خو دا کار نه کوم.