د شخړې د لا حل په موخه د اذربایجان او ارمنستان مشران د روسیې په سفر بوخت دي

روهي (دوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، له هغه وروسته چې د اذربایجان او ارمنستان په خپلو منځونو کې د روسیې په منځګړیتوب خپلو کې د اوربند هوکړه وکړه اوس ددې هوکړې د لا عملي کولو په موخه د دواړو هېوادونو مشران د روسیې به سفر بوخت دي.

په نګورونو قره باغ سیمه کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د څو اونیو جګړې وروسته د روسیې په منځګړیتوب هوکړه وکړه چې هغه مهال په یادو جګړو دواړو لوریو ته ګڼ مالي او ځاني تلفات ورسیدل.

روسیې ته د دواړو مشرانو د سفر په اړه پرون کرملېن پرون د جنورۍ په ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان به د هوکړې پر عملي کېدو او هغو مسایلو خبرې وکړي چې تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستۍ شخړې په اړه نه‌ دي حل شوي.

خبرپاڼه کې همدا راز زیاته شوې چې پوتین به اذربایجان او ارمنستان له مشرانو عليیف او پاشینیان سره جلا جلا لیدنې ولري.