د امریکا سفارت: نیږدې درې کاله کیږي کندهار کې د کابل نیوز خبریال قاتلین لا هم نه دي نیول شوي.

روهي ( درې نۍ / ۲۲ د مرغومي)،   په کابل کې د امریکا سفارت وایي، د کابل نیوز ټلویزیون د خبریال عبدالمنان ارغند قاتلین لاهم عدالت ته نه دي راکش کړل شوي.
 

په کابل کې د امریکا سفارت پرخپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند چې د ۲۰۱۸ کال په اپریل میاشت کې د نامعلومو وسله والو لخوا په کندهار کې دندې ته تګ پرمهال ووژل شو، قاتلین یې لاهم نه دي نیول شوي.
 

د امریکا سفارت وايي،ارغند د هغو ۲۹ تنو خبریالانو له ډلې و، چې په افغانستان کې د۱۹۹۴ کال را په دې خوا وژل شوي دي.
 

د امریکا سفارت وایي، معافیت ته د پای ټکی کېږدئ، د رسنیو له ازادۍ څخه دفاع او له خبریالانو څخه ملاتړ وکړئ.
 
په داسې حال کې چې د کندهار  د وخت مسولینو ویلي وو د ارغند قاتلین یې نیولي خو نن د امریکا سفارت ویلي چې لا یې هم قاتلین نه دي نیول شوي.
ډیر کله حکومتي چارواکي د لویو او زړه بوږنونکو پیښو په مهال مجرمینو ته د سختې سزا یادونه کوي خو خلک وایي تر هغې چې د لویو بشري ضد جنایتونو ترسره کوونکو ته سختته سزا ورنه کړل شي حالت به همداسې دوام ولري.
 
د کابل په ګډون ولایتونو کې په خبریالانو، مدني فعالانو او حکومتي چارواکو د هدفي وژنو لړۍ خلک سخت اندیښمن کړي.