جلال اباد ښاروالۍ تیر کال ۳۱۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

روهي ( درې نۍ / ۲۲ د مرغومي)، د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښاروالۍ له لورې تېر مالي کال ۴۷۷ میلیونه افغانۍ اټکل شوې وې چې د کرونا یې حالاتو له امله ۳۱۰ میلیونه افغانۍ تر لاسه او ۱۲۷ میلیونه افغانۍ د ښاروالۍ اداره د کسر سره مخامخ شوې ده.
 
د جلال اباد ښاروال انجینر اباسین بهیر چې تېره ورځ یې ګذر وکیلانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، رسنیو او د ښاروالۍ د بېلا بېلو برخو همکارو ادارو مسؤلینو هم حضور درلود، د ۱۳۹۹ مالي کال د کړنو، لاسته راوړنو او شته ستونزو په اړه معلومات شريک کړل.
 
نوموړي زیاته کړه، معلوماتو ته لاسرسی د هر افغان حق دی، د ښاروالۍ مسوولين مکلف دي،چې د خپلو کړنو په اړه ښاريانو ته حساب ورکړي او له ښاریانو یې وغوښتل چې د ښاروالۍ د ټولو برخو په اړه حساب وغواړي ترڅو را ټولو شویو پیسو کچه او د لګښت ځای ټولو ښاریانو ته معلوم شي .
 
په دولتی ادارو او همدا شان د افغانستان په عایداتي لویو ادارو کې ډیر کله د عوایدو راټولیدو ارقام،مصرف کړل شوي بودیجې په اړه خلک تور پورې کوي چې په لویه کچه فساد پکې کیږي.