صدر جباروف د قرغزستان په پرونیو ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی اعلان شو

روهي (دوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، د قرغزستان د ټاکنو کمېسیون په دې هېواد د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان سره صدر جباروف ددې هېواد د ولسمشر په توګه تائید کړ.

د یاد هېواد د ټاکنو کمېسیون د ولسمشر په توګه د جباروف د ټاکلو له اعلان سره څرګندوي چې د رایو شمېرنې ښیي، چې نوموړي د پرونیو ټاکنو کې څه باندې ۷۹ سلنت رایې ګټلې دي.

په قرغزستان کې داسې مهال د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي او صدر جباروف واک ته رسیږي چې په یاد کې د پارلماني ټاکنو په پایله کې دری میاشتینیو  اعتراضونو یاد هېواد له سیاسي کړکېچ سره مخ کړی و.

د قرغزستان د ولسمشر په توګه د صدر جباروف د ټاکل کیدو سره  هممهاله د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د نړۍ ګڼو مشرانو نوموړي ته مبارکي ویلې ده.