کریم الله خلیلي به د پاکستان په بلنه یاد هېواد ته سفر وکړي

 
 
روهي (دوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، ټاکل شوې د پخواني ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي د افغان سولې پروسې په اړه ژر پاکستان ته سفر وکړي.

دا سفر چې د سیمې هېوادونو ته د افغان سیاسي څېرو په لړ کې کیږي، په اړه یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې کریم خلیلي به ډېر ژر پاکستان ته لاړ شي او نوموړی به په دې سفر کې د افغان سولې ترڅنګ د پاکستان او افغانستان پر اړیکو له پاکستاني چارواکو سره وګوری.
 
پاکستان ته د کریم خلیلي یاد سفر داسې مهال کیږي، چې له دې وړاندې پاکستان ګڼو افغان سیاسي څېرو ته ددې هېواد د ورتګ بلنه ورکړې وه چې موده وړاندې د حزت اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پاکستان ته سفر وکړ او د پاکستاني چارواکو سره یې وکتل.