افغان حکومت: طالبان په وروستیو هدفي وژنو غواړي خلک په حکومت بې باوره کړي

روهي (دوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر وایي، چې طالبان په هېواد کې په وروستیو هدفي وژنو کې ښکېل دي.

د لومړي مرستیال امرالله صالح د عامو اړیکو او مطبوعاتو مسؤل رضوان مراد تازه په یوه مرکه کې څرګنده کړې چې وسله‌وال طالبان په وروستیو هدفي وژنو کې ښکېل دي او په دې توکه غواړي چې پر نظام د خپلو باور له منځه یوسي.

د نوموړي په خبره، چې طالبان په ښکاره د دغو بریدونو مسؤلیت نه‌ اخلي، خو نوموړی په یادو 
 بریدونو کې په مسقیم ډول طالبان داخیل بولي.

مراد وایي، طالبان ددې لپاره چې له امریکا سره د شوې تړون له پریکړو ډاریږي په ښارونو کې لوی بریدونه نه کوي او ټول جنګ‌ یې پر کابل متمرکز کړی چې هدفي وژنې او بمي چاودنې دي.

دا په داسې حال کې ده په وروستیو کې په هېواد کې هدفي وژنو زور اخیستی او په دې لړ کې پرون په کابل کې د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ مطبوعاتي مسؤل ضیا ودان له خپلو دوو همکارانو سره په یوه چاودنه کې ووژل شو.

خو طالبان په دې بریدونو کې خپل لاس لرل ردوي.