افغان حکومت: د روان کال تر پایه به د هېواد پنځه میلیونه وګړو ته برېښنایي پېژندپاڼې وویشي

 

روهي (دوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي اداره وایي، د روان کال تر پایه به څه باندې پنځه میلیونه افغانانو ته برېښنایي پېژندپاڼې ووېشل شي.
 

ددې ادارې مشر جاوید رسولي وایي، هڅه کوي چې هېوادولو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ارې چټکې او شفافې کړي؛ د نوموړي په وینا چې دوی دا مهال د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ۷۰ مرکزونه لري چې له ډلې یې شپږ په ایران کې دي. 
 

د رسولي په خبره چې دوی د پخوانیو پېژندپاڼو د تائید پروسه هم له منځه وړي،ځکه کومې پېژندپاڼې چې ددغه ادارې له لوري صادرې شوې د باور وړ دي چې ادارات یې باید ومني او هڅه کوي چې د روان کال تر پایه په پنځه میلیونه افغانانو پېژندپاڼې وویشي