ضیا ودان د مور یوازینی نازولی زوی یې هم وواژه، د کورني ژوند په اړه یې دلته ډیر څه ولولئ.

روهي ( یوه نۍ / ۲۱ د مرغومي)،   د کابل ښار نننۍ چاودنه کې د کورنیو چارو وزارت اړوند دعامه ساتنې ادارې ویاند ضیا ودان په ګډون درې تنه ووژل شول او یو بل کس ټپي شو.
 
د ملي تصدۍ  ویاند ضیا ودان پر موټر دا چاودنه نن سهار د کابل ښار اړوند سید نورمحمد شاه مېنې اړوند لومړي سرک کې شوې ده.
 
د چاودنې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی خو کورنیو چارو وزارت ویلي، دا کار د طالبانو دی.
 
په ټولنیزو رسنیو کې موده وړاندې د ترور لېست خپور شوی و، چې وروسته له نشر شوي، لېست څخه وروسته ځینو مدني فعالانو، سیاسونو او خبریالانو خپلې دندې پرېښودې او بهر ملکونو ته لاړل.

په ټولنیزو رسنیو کې په همدې تړاو د ضیا ودان پوسټ هم لاس په لاس کېږي، چې لیکلي یې و:

(( وطن څه رسټورانټ نه دی،  چې خوړو یې خوند در نه کړ ترې ووځې، موږ به همدلته د مبارزې لپاره پاتې کېږو او مرو به.))

د ودان نیږدې دوست او همکار خالد جان فیصل وایي د ښمن وړوکی محمد بې پلاره کړ هیر مې نه دي چې ودان به ویل مونږ به همدلته د مبارزې لپاره پاتې کېږو او مرو به خو نن دا دی د هدفي وژنو لړ کې د ښمن په دې بریالی شو چې خپل ځان هدف ته ورسوي."
 
فیصل له امنیتي ځواکونو غوښتنه کوی چې هیواد کې د روان حالات د اندیښنې وړ دي باید چې دداسې بریدونو مخه ونیول شي.
 
د ولسمشر غني په ګډون، عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو چارواکو په ضیا ودان برید غندلی او هغه یې بشري ضد جنایت بللی.
 
ودان د افغانستان خوست ولایت اوسیدونکی وه د پلار یوازینی زوی وه چې دوه میرمنې او شپږ او لادونه یې درلودل ۵ یې لوڼه او یوازینې کوچنی زوی یې محمد وه.

 محمد له دوو میاشتو ژوند کولو وروسته د پلار له سیورې بې برخې او د نامعلوم برخلیک لپاره یوازې پاتې شو.