په خپل لاس جوړ کړل شوي د فراغت کارتونه یې پاتې شوه مقبول له خپل پلار او مور سره یو ځای ووژل شو

روهي ( یوه نۍ / ۲۱ د مرغومي)، زوی، پلار او مور درې واړه د ګاز نیونې له امله وژل شوي.
 
کابل کې د مقبول په نوم دغه ځوان چې د سلام پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي اتم سمستر لایق محصل تیره ورځ د خپل مور او پلار سره یو ځای د ګاز نیونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی .

د مقبول کورنۍ یو خپلوان اسد ساداتي وایي چې هغه د کابل کې د سلام پوهنتون نه د فراغت خپل ډیزاین کړل شوي کارتونه یې بې فراغاته پاتې شول.
مسولین له کابل ښاریانو غوښتنه کوي چې د ژمي په موسم کې د ګازي بخاریو له استعمال سره اختیاط او یا هم ډډه وکړي.