راپورونه: نیمروز کې د هوایي برید په پاېله کې ۹ ولسي افغانان وژل شوي

روهي (یوه نۍ/۲۱ د مرغومي)، د راپورونو له مخې د نیمروز د ولایتي شورا غړي مسعود حکیمي رسنیو ته تائید کړې، چې تېره شپه ددې ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د یو هوايي برید پرمهال ۹ ولسی افغانان وژل شوي.

د ولایتي شورا غړی همدا راز وایي، چې په یاد برید هوايي برید کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه یې مالومات نه لري.

بلخوا د خاشرود ولسوالۍ د منظرې سیمې اوسېدونکي بیا په یاد برید کې د ۱۳ کسانو د وژل کیدو ادعا کوي.
اخوا ددې برید په اړه تر اوسه ملی دفاع وزارت کوم غبرګون نه دی ښودلی.