افغانستان او ترکمنستان په خپلو منځونو کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

روهي (یوه نۍ/۲۱ د مرغومي)، د افعانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې کابل ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر پرمهال یې له یاد هېواد سره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.

د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا هوکړه‌ لیکونه یو یې د دواړو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ د ادارو او بل یې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د اړیکو د پياوړتیا په هدف لاسلیک شوي دی.

خبرپاڼه وایي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو محمد حنیف اتمر او رشید مېردوف ترمنځ په هغو پروژو هم خبرې وشوې چې ټاکل شوې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو په حضور کې پرانیستل شي.

په یادو پروژو کې د اقینې-اندخوی د اوسپنې پټلۍ، د برښنا د لېږد او افغانستان ته له ترکمنستانه د نوري فایبر د وصلولو پروژې شاملې دی چې ټاکل شوې د مرغومې په ۲۵مه پرانیستل شي.